د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې د ټولنې د نړیوالو چارو مرستیالې راضیه علیشوندي د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲۳مه د ایرنا خبري آژانس ته وویل: دغه اداره چمتو ده چې د افغانستان سیلاب ځپلو خلکو ته مرستې ورسوي. د دغه خبر له مخې: جمهور رييس په افغانستان کې وروستيو اورښتونو ته په اشارې سره وويل: په دې هېواد کې په تېره بيا په بغلان کې سېلابونو د زيات شمېر خلکو د وژل کېدو او د کورونو د ويجاړولو لامل شوى دى. هغه زیاته کړه: “د خپلو وجداني دندو پر بنسټ او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره، د ایران د سرې میاشتې ټولنه چمتو ده چې د [طالبانو] د مرستې د غوښتنې په صورت کې افغانستان ته طبي او مرستندویه ډلې واستوي.” د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د ایران د سرې میاشتې ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی اعلان کړ
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8618
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 8618
منتشر شده در ۱۶:۱۹ - ثور ۲۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email