د معمار پرس د خبر له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان په دې وروستیو کې په یوه بیانیه کې ویلي دي چی په افغانستان کې د زیان منونکو کورنیو او ماشومانو مخ په زیاتیدونکي شمیر به په راتلونکو ورځو او اونیو کې سمدستي مرستې ته اړتیا ولري. د دغه سازمان په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د اوسني سېلاب غمجنې پايلې بايد د اسلامي ټولنې او له هغې بهر د خطر زنګ ووهي. د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د افغانستان شمالي او شمال لوېديځ ولايتونه د ويجاړو او مرګوني سېلابونو شاهد دي. د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې یوازې په بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په تخار کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8606
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8606
منتشر شده در ۱۳:۰۲ - ثور ۲۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email