په کابل کې جنايي پېښې؛ درې تنه وسله وال غله ووژل شول

په کابل کې جنايي پېښې؛ درې تنه وسله وال غله ووژل شول

د معمار پرس د خبر له مخې، د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چی تېره ورځ (یکشنبه د ثور ۲۳مه) غلو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د استوګنې یوه کور ته ننوتي او د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره زر یې غلا کړي دي. ځدراڼ زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د غلو له تعقيب وروسته يې د کارته مامورین په سيمه کې له هغوى سره نښته کړې ده. په دې ورستیو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د جنایي پیښو زیاتوالی د هیوادوالو په دوامداره توګه اندیښمن دی. تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د ۱۴۰۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې یې په ټول افغانستان کې ۱۲۵۴۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

بیشتر بخوانید:  طالبان مهاجر پانګوالو ته وړیا ځمکې او مالیې معافیت ورکوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x