طالبانو په بغلان کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۱۵ تنه اعلان کړ

طالبانو په بغلان کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۱۵ تنه اعلان کړ

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ د ثور په ۲۱مه په بغلان کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو شمېر ۱۶۳۰ تنه اعلان کړ. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن (یکشنبه د ثور ۲۳مه) په خپل ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په دغو سیلابونو کې ۲۶۶۵ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې ۱۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي. دغه وزارت وايي، دا احصایه لومړنۍ ده او د تلفاتو او زیانونو د زیاتوالي احتمال شته. باید وویل شي، چې د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د سیلابونو شاهدان وو، چې له ډلې یې بغلان ولایت تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو سیاسي مرستیال: نړیواله ټولنه له موږ سره له خبرو پرته بله لار نه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x