د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه هوکړه وشوه چې موټر چلوونکو ته به شپږ میاشتې ویزې ورکوي

د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه هوکړه وشوه چې موټر چلوونکو ته به شپږ میاشتې ویزې ورکوي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د پاکستان د سوداګرۍ وزیر نوید قمر د شنبې په ورځ (د اسد ۲۹) په اسلام اباد کې د یوې غونډې په څنډه کې وویل چې د ویزو ورکول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا ویلي چې هېواد یې له ازبکستان سره یو تړون لاسلیکوي چې په متقابل ډول د لاریو چلوونکو ته شپږ میاشتې ویزې ورکوي.

ښاغلي قمر زیاته کړه: “پاکستاني لارۍ به نه یوازې افغانستان ته بلکې ازبکستان ته هم ځي.”

هغه د واګې له پولې د افغان بار وړونکو موټرو د غوښتنې په اړه وویل چې له هند سره د سیاسي کړکېچ له امله دا کار ممکن نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم یادونه وکړه: “کله چې له هند سره وضعیت عادي شي، موږ به دا مسله په نظر کي ولرو.”

د پاکستاني رسنیو د احصايوي معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۰ سلنه کم شوي او ۷۱۷.۵۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

بیشتر بخوانید:  طالبان او ګیټس بنسټ په افغانستان کې د ناورین مدیریت په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x