د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په افغانستان کې د دوو سترو کانونو د استخراج لپاره له دوو کورنیو شرکتونو سره ۱۵ کلن تړون لاسلیک کړ. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: “اوس مهال دا دوه تړونونه د پنځلسو کلونو لپاره لاسلیک شوي او دا قراردادونه د شرعي قوانینو او ملي ګټو سره سم تنظیم شوي دي.” د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د کانونو د استخراج ډېر تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8588
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 8588
منتشر شده در 12:49 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email