د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې رسنیو دغه خبر ورکړی دی چی د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو بهیر بیا پیل شو. تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د کوکنارو د کروندو له منځه وړل د ځايي اوسېدونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو لامل شوي وو. د دغو نښتو او د خلکو د اعتراضونو د پراخیدو په نتیجه کې ۲ تنه اوسیدونکي ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول. اوس د طالبانو ځايي سرچينې وايي، چې اوس د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ ترينګلتيا هواره شوې او د کوکنارو د اړولو کار يې بيا پيل کړى دى. ځینې راپورونه ښیې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا رامنځته کیدو سره د مخدره موادو د کښت او قاچاق اندازه کمه شوې ده.

- 50
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8573
- کې خپور شو 3:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 8573
- May 11, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8573
- کې خپور شو 3:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 8573
- May 11, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:28 - May 11, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



