د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره په دغه سازمان کې د یوه خپلواک هیواد په توګه د فلسطین د بشپړ غړیتوب په حق کې مثبت رایه ورکړه او له امنیت شورا یې وغوښتل، چې په دې مسله کې د فلسطین پر غوښتنې غور وکړي. د سولې دغه طرحه چې د عربي هېوادونو له خوا وړانديز شوې وه، نن (جمعه د ثور ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په فوق العاده غونډه کې د نيويارک پر وخت له غرمې مخکې مثبته رايه ورکړه او په ۱۴۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رایو سره تصویب شو. د دغه پریکړه لیک په تصویب سره د څارونکي هیواد په توګه د فلسطین حیثیت ښه شو خو هغه به د رايې ورکولو حق نه لري او نه به د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو د نورو شوراګانو د غړي په توګه د ځان د نومولو حق ولري. فلسطین به د یو خپلواک هیواد په توګه د ملګرو ملتونو بشپړ غړی شي که چیرې د دې سازمان امنیت شورا لومړی د دې هیواد غوښتنې سره موافقه وکړي او بیا د عمومي اسامبلې دوه پر دریمه برخه غړي د هغې په حق کې مثبت رایې ورکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8570
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8570
منتشر شده در ۱۴:۳۷ - ثور ۲۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email