طالبان: موږ له شته امکاناتو څخه د طبیعي پېښو له قربانیانو لپاره کار اخلو

طالبان: موږ له شته امکاناتو څخه د طبیعي پېښو له قربانیانو لپاره کار اخلو

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په بغلان، هرات، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او وویل چی موږ له شته امکاناتو څخه د طبیعي پېښو له قربانیانو لپاره کار اخلو. د طالبانو ویاند له خلکو هم غوښتي چې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرسته وکړي. ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه راز په سېلاب ځپلو سيمو کې ډېر کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي. د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د هېواد په شمال او لوېديځ کې يو شمېر ولايتونه د سختو سېلابونو شاهد وو، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

بیشتر بخوانید:  د طالبانو او سعودي چارواکو ترمنځ د ویزو د ورکړې بهیر د اسانتیا او د اړیکو د ټینګولو په موخه خبرې وشوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x