د افغان حاجیانو لومړی کاروان سعودي عربستان ته روان شو

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی. د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، تېره شپه (چهارشنبه د ثور ۱۹مه) شاوخوا ۲۳۰ حاجیان په لومړۍ الوتنه کې سعودي عربستان ته تللي دي. د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب د افغان حاجیانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې وویل: “سږکال د حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د نورو کلونو په پرتله د کاري کمېټو کارکوونکي سعودي عربستان ته استول شوي دي.” تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږ کال له سعودي عربستان څخه د ۳۰ زره افغان حاجیانو کوټه اعلان کړې وه.

بیشتر بخوانید:  د نړۍ د قدرتونو تر منځ د جګړې خطر لوړې تاریخي کچې ته رسېدلی – ګوترش
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x