افغان سوک وهونکی قیس علیزاده د اسیا د ځوانانو د سوک وهنې په سیالیو کې نیمه اتلولۍ ته ووتل. د معمار پرس د خبر له مخې؛ قیس علیزاده نن چهارشنبه د ثور په ۱۸مه په وروستي پړاو کې له قزاقستاني ورزشکار سره سیالي درلوده، خو په پای کې یې له کمې لیوالتیا سره دغه سیالي ماته کړه. باید وویل شي، چې عليزاده په دغو سیالیو کې د ۸۰ کیلو ګرامه په وزن کې برخه اخیستې وه. سره له دې، قیس علیزاده به له شپږو نورو افغان سوک وهونکو سره په دوو اونیو کې د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک د کوټې سیالیو لپاره تایلنډ ته ولاړ شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8534
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8534
منتشر شده در ۱۵:۰۷ - ثور ۱۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email