د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه د ثور ۱۸مه) د دغه خبر په خپرولو سره ویلي: په ایران کې میشت یو زره او ۳۷۹ تنه کډوال د هرات د اسلام قلعه د پولې له لارې خپل هیواد ته راستانه شول. په اسلام قلعه کې د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو قوماندان دغه خبر ورکړ چی “د يادو شويو کسانو په منځ کې، چې کورنۍ او مجردان هم شامل دي، ٣٠٨ تنه چې پېژندګلوۍ ته اړتيا لري او د مرستې ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.” د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له يو ځل بيا واک ته رسېدو وروسته له هېواد څخه د کډوالۍ لړۍ په بې ساري ډول زياته شوه او زرګونه کسان د اقتصادي ستونزو له امله لرې او نږدې هېوادونو ته کډوال شول.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8519
- کې خپور شو 5:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8519
- May 7, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8519
- کې خپور شو 5:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8519
- May 7, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:05 - May 7, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



