د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي؛ په دې کتنه کې نورالدين عزيزي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې په وروستيو بدلونونو سره سراسري امنيت تامين او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او پانګونې د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره فرصتونه برابر شوي دي.
هغه دغه راز له روسي پانګه والو وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د روسيې د سوداګرۍ او صنايعو خونو مسوولينو ويلي چې دغه خونه د روسيې په ګوټ ګوټ کې د خپلو ١٨٠ نمايندګيو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختيا هرکلى کوي.
له بله پلوه عزيزي افغان سوداګرو ته د ويزې د ستونزو، د ګډې خونې د جوړولو، د سودا ګريزو اړيکود نندارتونو او کنفرانسونو د جوړولو، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د روسي پانګه والو د هڅونې او د روسيي فدراسيون او افغانستان ترمنځ د تجارتي معاملو د پيسو د لېږدونې يادونه وکړه چې د دغې خونې د مسوولينو له خوا يې هرکلى وشو.
د يادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په دې وروستيو وختو کې د يو جګپوړي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي اړيکو د ټينګښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي حجم د زياتوالي په اړه د روسيي فدراتيف له مقاماتو سره د خبرو لپاره مسکو ته سفر کړى دى.
ټاکل شوې ده دغه پلاوى د روسيي له مسوولينو سره د غنمو، اوړو، غوړيو، نفتي توکو او د اوبلن ګازو د سترو قراردادونو د لاسليک کولو په اړه خبرې وکړي چې دغه هېواد وکولاى شي د اړتيا وړ لومړني توکي په مناسبه بيه د افغانستان پر خلکو وپلوري.