د یوناما د بشري حقونو د څانګې نوی راپور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د اندېښنې وړ وضعیت په ګوته کوي. دغه راپور چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څیړي، په هیواد کې د رسنیو پر وړاندې د ډیرو ننګونو په اړه خبرې کوي چې په کې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه، د خپل سري توقیف خطر او مالي مشکلات شامل دي. د یوناما د بشري حقونو د څانګې په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په یوه ننګونکي چاپیریال کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. د دې راپور له مخې، د طالبانو له خوا د یو لړ محدودیتونو او د خپل سري توقیف د خطر سربیره، رسنۍ د پام وړ مالي ننګونو سره هم مخ دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8472
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8472
منتشر شده در ۱۶:۲۴ - ثور ۱۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email