د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې هوايي شرکت اعلان وکړ چی دا به د می د میاشتې له ۲۱ نیټې څخه د افغانستان پلازمینې کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي. دا خبر په دغه هیواد کې د سیاسي تحولاتو له امله افغانستان ته د دغه شرکت د الوتنو له درې کلن ځنډ وروسته خپور شوی دی. دغه ترکي هوايي شرکت په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد ته خپلې الوتنې بندې کړې وې. د راپورونو له مخې ترکش ایرلاینز په پام کې لري چې د استانبول او کابل ترمنځ په اوونۍ کې څلور الوتنې وکړي. دغه الوتنې به د کابل له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د استانبول تر نړیوال هوايي ډګر پورې ترسره شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8428
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8428
منتشر شده در ۱۴:۲۵ - ثور ۱۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email