په هرات ولایت کې پر شیعه ګانو وسله وال برید شوی ۶ تنه شهیدان شول

په هرات ولایت کې پر شیعه ګانو وسله وال برید شوی ۶ تنه شهیدان شول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات ولایت د گذره ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د شیعه ګانو د امام زمان پر جومات د ماښام د لمانځه پر مهال د ناپېژاندو وسله والو په برید کې یو څو لمونځ کوونکی شهیدان شوی دی. ويل کيږي چې په دغه بريد کې د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون پنځه تنه نور شهيدان شوي او يو شمير نور د امام زمان په جومات کې ټپيان شوي دي. د هرات ولایت سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ په اندیشه ښارګوټی (محمدیه) کې د شیعه ګانو پر لمونځ کوونکو له برید وروسته شپږ تنه شهیدان او دوه ټپیان روغتون ته وړل شوی دی. سرچينې زياته کړې، چې بريد کوونکي پر لمونځ کوونکو له ډزو وروسته له سيمې تښتېدلي دي. تر اوسه کومې ډلې د دغه ترهګریز برید مسوولیت نه دی منلی.

بیشتر بخوانید:  د حقاني او اندريکا تر منځ ليدنه له افغانستان سره پر بشري مرستو متمرکزه وه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x