د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د څه باندې ۳۷۰۰ کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له پرون راهیسې له ایران او پاکستان څخه ۳۷۶۵ کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو راستنېدونکو يو شمېر يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه ادارو ته معرفي شوي دي. ویل کېږي چې پاکستان په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت هیواد ته د څه دپاسه ۳۰۰۰ مهاجرو د راستنیدو خبر ورکړ
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8392
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 8392
منتشر شده در ۱۶:۰۵ - ثور ۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email