د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال جومانګارین سره په کتنه کې د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان سره د اړیکو د پراختیا او د تعامل د زیاتولو لپاره د دغې ډلې په لېوالتیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې د طالبانو سیاسي مرستیال له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او اوږدمهاله پانګونې اړیکو پراخولو ته د قزاقستان چمتووالي ته په اشارې سره وویل: “موږ غواړو د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو د پېژندلو او ګټه اخیستنې په برخه کې همکاري وکړو.” هغه همدا راز د افغانستان نسبي ثبات ته هم اشاره وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا به له نورو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا بنسټ شي.

- 52
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8389
- کې خپور شو 3:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8389
- April 28, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8389
- کې خپور شو 3:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8389
- April 28, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:10 - April 28, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



