د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دا خبرداری ورکړی چی د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو افغان میرمنې خورا زیانمنې کړې او بشري مرستو ته یې اړتیا زیاته کړې. دغه سازمان په یوه بیانیه کې چې د ثور په اتمه د شنبې په ورځ خپره شوه، ټینګار کړی چې په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت، د نړۍ له سترګو لرې او د رسنیو له نظره، د خرابېدو په حال کې دی. په افغانستان کې واک ته له ستنېدو وروسته طالبانو ښځې د زده کړو او کار له حقه بې برخې کړې او دې کار په دې هیواد کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د دغو خلکو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده

- 43
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8383
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8383
- April 28, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8383
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8383
- April 28, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:05 - April 28, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



