د افغانستان د مرکزی بانک مشر هدایت الله بدری په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی سره په کتنه کښې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارتی او بانکی ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې چې نن (پنجشنبه د ثور په ۶مه) ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د زیاتوالي او د پولي او بانکي تبادلو د اسانتیاوو پر لارو چارو خبرې وکړې. باید و ویل شي، چې په کابل کې د ایران د سفیر په مشرۍ د ایران یوه ډیپلوماتیک پلاوي نن د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو د نظر تبادله وکړه.

- 55
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8362
- کې خپور شو 12:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 8362
- April 25, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8362
- کې خپور شو 12:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 8362
- April 25, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:17 - April 25, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

«ملي یووالی» په تقویم کې ژوندی دی، په حقیقت کې مړ سوی
15:42 - November 6, 2025

سید مصطفی کاظمي، د افغانستان د ویښ وجدان سمبول
15:35 - November 6, 2025

د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم پړاو په استانبول کې ترسره کېږي
13:26 - November 6, 2025

سولهایکس؛ د افغانستان د انجونو د زدهکړې لپاره یوه نوې لار
13:13 - November 6, 2025
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments