طالبانو د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده

طالبانو د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د سه شنبې په ماښام (د ثور ۴مه) په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له استازي لیونارد زولو سره وکتل. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دې کتنه کې قلندر عباد وویل چې دغه وزارت د راستنیدونکو کډوالو د روغتیا لپاره بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دوامدارې همکارۍ له امله د کډوالو د راستنېدو په برخه کې مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان پر مرستو ټینګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  د جرمني د دفاع پخوانی وزیر: په افغانستان کې د جرمني پوځي مداخله یوه ترخه خو مهمه تجربه وه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x