کابل ته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي سفر

کابل ته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي سفر

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو اعلان کړی چې له قزاقستان څخه یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی دی. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومنګارین د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن (چهارشنبه د ثور ۵مه) له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. دغه وزارت د قزاقستان د پلاوي د سفر موخه “د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا، د افغان-قزاق نندارتون او د سوداګریزو اړیکو کنفرانس جوړول” بللي دي.

بیشتر بخوانید:  ټرمپ د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ځانګړی عمومي مفتش له دندې ګوښه کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x