د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې د تاجکستان ملي لوبډلې څخه ماتې وخوړه او له دې سیالیو بهر شوه. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن (چهارشنبه د ثور ۵) د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د اسیا د ملتونو جام په کوارټر فاینل کې له تاجکستان سره مخامخ شوه. په دې لوبه کې افغان لوبډلې په اضافي وخت کې د تاجکستان پر وړاندې ۲-۱ ماتې وخوړه او په دې ونه توانید چې بل پړاو ته لار ومومي. له دې سره افغان لوبډله ونه توانېده چې د فوټسال نړیوال جام ته لار پیدا کړي. د یادولو وړ ده چې دا د اسیا د فوټسال په سیالیو کې د افغانستان لومړی ځل دی.

- 60
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8345
- کې خپور شو 12:11 ب.ظ
- د خبر شمیره 8345
- April 24, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8345
- کې خپور شو 12:11 ب.ظ
- د خبر شمیره 8345
- April 24, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:11 - April 24, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



