د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په افغانستان کې د څه باندې ۶۵۰۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو د فعالیت اعلان وکړ چی د دې بنسټونو فعالیتونه د ټولنیزو خدمتونو، روغتیا، پوهنې، کرنې او مالدارۍ په برخو کې دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال وايي چې د دې بنسټونو فعالیتونه د قوانینو له مخې ترسره کېږي. عبداللطيف نظري دغه راز زياته کړه چې دغه وزارت له دغو بنسټونو سره د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د اسانتياوو په رامنځته کولو کې همکاري کوي. نوموړي د کورنیو او بهرنیو بنسټونو شمېر ۶۵۲۲ اعلان کړ، چې ۵۱۵ یې بهرني دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8323
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 8323
منتشر شده در 1:49 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email