د معمار پرس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پر اسراییلو د دغه هېواد برید یو درس بللی او ویلي یې دي: “هر نوی جال به د سخت او ډیر افسوسناک ځواب سره مخ شي.” ابراهیم رئیسي په دغه بیانیه کښې وویل چې د تیري کوونکي سزا چې د اسلامي جمهوریت د رهبر وعده وه، پوره شوه. د ابراهیم رئیسي په بیانیه کې راغلي چې پر اسرائیلو د ایران بریدونه د خپل ځان د دفاع د ذاتي حق په چوکاټ کې ترسره شوي دي. ښاغلي رئیسي دا بریدونه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د حمل ۱۳مه پوځيانو د برید ځواب ګڼلی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8314
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8314
منتشر شده در ۱۴:۳۸ - حمل ۲۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email