د ملګرو ملتونو عمومي منشي په سوریه کې د ایران پر دیپلوماتیکو تاسیساتو برید غندلی دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په سوریه کې د ایران پر دیپلوماتیکو تاسیساتو برید غندلی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید غندلی او په سیمه کې یې د جګړې د پراخېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې ګوتریش په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ډیپلوماتیکو تاسیساتو د اپریل د لومړۍ نیټې برید په کلکه غندي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي دي چې د قونسلګرۍ او دیپلوماتیکو ځایونو او پرسونل د معافیت اصول باید د نړیوالو قوانینو سره سم په ټولو قضیو کې مراعات شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز ټولو خواوو ته یادونه وکړه چې د بشري حقونو د نړیوال قانون په ګډون د نړیوالو قوانینو ټولو احکامو ته درناوی وکړي. هغه پر خپلو غوښتنو هم ټینګار وکړ چې له داسې بریدونو ډډه وکړي چې ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ته زیان ورسوي.

بیشتر بخوانید:  ملا یعقوب: نړۍ ته ډاډ ورکوو چې پولې خوندي دي او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x