د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي دی چی د داعش ترهګرې ډلې افغان څانګه چې د افغانستان په شمال کې فعالیت کوي د لویدیځو ځواکونو له خوا رامنځته شوې ده. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له RTVI سره په مرکه کې وویل: د داعش – خراسان په اړه. څه باندې لس کاله وړاندې یو وخت و چې د اسلامي دولت یوه عربي بڼه وه چې د داعش په نوم یادېدل. د ده په خبره، د داعش خراسان ډله په افغانستان کې راڅرګنده شوه او هغه مهال راڅرګنده شوه، چې امریکايي ځواکونه او ناټو ځواکونه هلته په لوی شمېر کې ځای پر ځای شوي وو. کابلوف يادونه وکړه، چې د امريکا او داعش وسله والو ترمنځ د اړيکو نور حقايق هم شته، چې پخپله طالبانو هم موږ ته ويلي دي.

- 38
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8220
- کې خپور شو 2:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 8220
- April 3, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8220
- کې خپور شو 2:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 8220
- April 3, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:49 - April 3, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



