د انګور ادې د لارې بیا پرانیستل او د ورېښمو د پله تړل

د انګور ادې د لارې بیا پرانیستل او د ورېښمو د پله تړل

سرچينې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پکتيکا د انګور اډې د لارې د بيا پرانيستلو اعلان کړى، چې د طالبانو له خوا له دوو ورځو تړل شوى او په ورته وخت کې يې د افغانستان او ايران ترمنځ د ورېښمو د پول د تړلو اعلان کړى دى. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور ادې لويه لار له دوو ورځو تړلې وروسته بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه. د انګور ادې لاره په تېره یوه اوونۍ کې دوه ځله د نامعلومو دلایلو له مخې پرانیستل شوې او تړل شوې ده. تر اوسه د ورېښمو د پله د تړل کېدو لامل معلوم نه دی. طالبانو او ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بیشتر بخوانید:  د افغانانو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو اعتراضونه: د هزاره ګانو د نسل وژنې مخه دې ونیول شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x