په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د پروژو د پلي کولو لپاره د ملګرو ملتونو د چمتووالي اعلان

په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د پروژو د پلي کولو لپاره د ملګرو ملتونو د چمتووالي اعلان

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې (FAO) له مشر ریچارډ ټرینچارډ سره په لیدنه کې کړې دي د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) مشر د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د پروژو د تطبیق لپاره د دغه سازمان د ګډې همکارۍ لپاره چمتووالی څرګند کړ. همدارنګه په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د اقلیم د بدلون د زیانونو د کمولو په برخه کې د دغه وزارت او نړیوالو موسسو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. باید وویل شي، چې افغانستان د تېرو څو کلونو وچکالۍ او د هېواد د اوبو د ناسم مدیریت له امله د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دی.

بیشتر بخوانید:  طالب ویاند: موږ ټول د رسمیت پیژندنه لپاره معیارونه پوره کړي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x