د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې په مسکو کې د کنسرت پر تالار د برید عاملین «راډیکال اسلامپالي» بللي دي خو هغه یو ځل بیا تکرار کړه چې اوکراین په دې وژونکې ډزې کې لاس درلود چې ۱۳۹ تنه پکې ووژل شول. خو پوتین وویل چې اوکراین په یو ډول نه یو ډول په دې بریدونو کې لاس درلود. د روسیې ولسمشر په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: “موږ پوهیږو چې دا بریدونه د افراطي اسلامپالو لخوا ترسره شوي چې اسلامي نړۍ یې هم له پیړیو راهیسې ورسره جګړه کوي.” دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې داعش د مسکو په څنډه کې د جمعې د ورځې د کنسرت په تالار کې د برید مسوولیت منلی و. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳۹ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۸۰ نور ټپیان شول.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8086
- کې خپور شو 1:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 8086
- March 26, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8086
- کې خپور شو 1:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 8086
- March 26, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



