د معمار پرس د راپور له مخې د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ریاست نن (دوشنبه، د حمل ۶مه) اعلان وکړ چې د الکترونیکي تذکرو د وېش د بهیر له پیل راهیسې، تر اوسه شاوخوا ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو دغه پېژندپاڼه ترلاسه کړې ده. په دغو کسانو کې ۷ میلیونه ۵۰۰ زره نارینه او ۵ میلیونه ۴۰۰ زره ښځې شاملې دي. د دې خبرپاڼې له مخې، تېر کال تر ټولو ډېر برېښنايي تذکرې په کابل، ورپسې هرات، بلخ او ننګرهار وېشل شوي دي. د احصایې او اطلاعاتو وزارت زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته څه باندې ۶ میلیونه او ۸۱۲ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

- 43
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8074
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8074
- March 25, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8074
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8074
- March 25, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:46 - March 25, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



