د مقاومت ملي شورا: موږ د افغانستان د تاریخ په تر ټولو توره دوره کې یو

د مقاومت ملي شورا: موږ د افغانستان د تاریخ په تر ټولو توره دوره کې یو

په ورته وخت کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا مشر اعلان وکړ چې د طالبانو له واکمنۍ سره، د بیان ازادي صفر ته راګرځېدلې او اوسنۍ زړه بوږنونکې فضا او د نه زغملو وړ وضعیت په ځانګړې توګه له رسنیو څخه د ارام ساه اخیستې ده. د ملي مقاومت شورا زیاته کړه چې د خبریالانو ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې په افغانستان کې د بیان ازادي، د رسنیو ازادي او د اطلاعاتو ازادو پدیدو په بشپړه توګه خپل مفهوم له لاسه ورکړی او موږ د افغانستان د تاریخ په تور پړاو کې یو. دغې شورا څرګنده کړه، چې درې کاله وړاندې په افغانستان کې ګڼ شمېر ویډیويي، غږیزې او چاپي رسنۍ په ازاده توګه فعالیت درلود، اوس یوازې څو محدودې رسنۍ فعالیت ته دوام ورکوي او د هېواد تریخ حقیقتونه نه شي بیانولی. دغې شورا زیاته کړه: هیله لرو چې افغانستان یو ځل بیا د رسنیو د شتون او د ازادو رسنیو د زیاتېدونکي ودې شاهد وي.

بیشتر بخوانید:  د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت: دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x