د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د حوت ۲۶مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی وکړ او له یوناما یې وغوښتل چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورکړل شي. ښاغلي مجاهد د دې په منلو سره چې طالبان له نړیوالو هېوادونو او سازمانونو سره اړیکو ته اړتیا لري، له یوناما څخه وغوښتل چې د اړیکو په پراختیا کې د مرستې له لارې افغانستان له نړۍ سره ونښلوي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهیل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د دې ډلې نوماند دی، چې تر اوسه چا نه دی منلی. دا مهال نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه دنده ترسره کوي.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8043
- کې خپور شو 2:55 ب.ظ
- د خبر شمیره 8043
- March 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8043
- کې خپور شو 2:55 ب.ظ
- د خبر شمیره 8043
- March 16, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:55 - March 16, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



