طالبان د اروپا د پریکړه لیک په غبرګون کې: نړۍ باید اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي

طالبان د اروپا د پریکړه لیک په غبرګون کې: نړۍ باید اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د اروپايي پارلمان د پرېکړه ليک د تصويب په غبرګون کې ويلي، چې نړۍ بايد په افغانستان کې اسلامي ارزښتونو ته درناوى وکړي. د طالبانو ویاند ویلي، چې په هېواد کې د قصاص د حکم تطبیق یوه اړتیا ده او نور هېوادونه باید په دې چارو کې لاسوهنه ونه کړي. مجاهد په دې اړه وويل: هغه اصول چې اسلامي شريعت يې ضروري ګڼي بايد رامنځته شي، په دې کې شک نشته چې قصاص له نظام څخه پورته شرعي حکم دی چې بايد عملي شي. او په دې برخه کې د هېڅ هېواد او هېڅ لوري مداخله د منلو وړ نه ده. په دغه پرېکړه ليک کې د اروپا پارلمان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو او نجونو د مساوي ونډې غوښتنه کړې ده.

بیشتر بخوانید:  نیکي هیلي: د افغانستان سرپرست حکومت ته د پیسو استول د جګړې قربانیانو ته سپکاوی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x