په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازي په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او وویل چی په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه شوې ده. په دې غونډه کې یو شمېر ښځینه افغان خبریالانو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د اطلاعاتو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازي وویل، افغان ښځینه خبریالانې هره ورځ د ظلمونو پر وړاندې مقاومت کوي او د رسنیو د محتوا د تولید لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي. د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

- 35
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7998
- کې خپور شو 4:48 ب.ظ
- د خبر شمیره 7998
- March 13, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7998
- کې خپور شو 4:48 ب.ظ
- د خبر شمیره 7998
- March 13, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



