د وروستیو سېلابونو له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۱۷۰ تنه دی

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۶۰ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۲ زره کورونه زیانمن شوي دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، يوازې د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ د شينوارو او سياه ګرد په سيمو کې ٢٩ تنه مړه او شاوخوا سل نور ټپيان شوي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت زیاته کړه چې د دې طبیعي ناورین سره د مبارزې لپاره جدي کار کوي چې د افغانستان یو پر دریمه برخه ولایتونه یې اغیزمن کړي دي.

دغه وزارت له نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي.

بیشتر بخوانید:  د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو مشرانو د نیولو لپاره د امریکا د ملیون ډالرو انعام لغوه کول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x