د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف او د هغه د کابینې غړو د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په دفتر کې د وزیرانو قسم یاد کړل. شهباز شریف له پارلماني ټاکنو او د پاکستان له مسلم لیګ ګوند سره د ائتلاف له جوړېدو یوه میاشت وروسته د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د پاکستان نوي لومړي وزیر په یوه تلویزیوني وینا کې ژمنه وکړه چې د خپل هیواد اقتصاد به ښه کړي او د روژې په میاشت کې به د بیو لوړوالی ودروي. خو د پاکستان د پیپلز ګوند هیڅوک هم کابینه ته نه دی ټاکل شوی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7965
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7965
منتشر شده در ۱۴:۰۱ - حوت ۲۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email