په ترکیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره د طالب چارواکو لیدنه او خبرې

په ترکیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره د طالب چارواکو لیدنه او خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی ترکیې ته تللی او هلته یې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره لیدلي دي. په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی په دې کتنه کې د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس مولوي شمس الدین حقیار د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره د افغانستان لپاره د بشري مرستو او د دغه وزارت د کارکوونکو لپاره په تخنیکي او مسلکي برخو کې د ظرفیت لوړونې د پروګرام په اړه خبرې وکړې. د اسلامي همکاریو سازمان چې په اسلامي هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی. د دې غونډې نور جزیات نه دي خپاره شوي.

بیشتر بخوانید:  هیومن رایټس واچ: د نجونو د تعلیمي محدودیت له امله رامنځ ته شوي زیانونه د افغانستان راتلونکي ته زیان رسوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x