د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې په اوو زونونو کې یې د دیني مدارسو له ۵۱۰۰۰ فارغانو څخه د «ماسترۍ (عالمیه) د دورې د اسنادو د ارزونې» په موخه ازموینې اخیستې دي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نن (جمعه د حوت ۱۸مه) په کندهار کې د دې ازموینې د اخیستلو څارنه وکړه. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ندیم د ازموینې د اخیستو په بهیر کې د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په دې بهیر کې به د دیني مدرسو د فارغانو اسناد تایید شي. داسې ښکاري چې د دې ازموینې ډېری ګډونوال د طالبانو غړي دي.

- 44
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7916
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7916
- March 9, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7916
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7916
- March 9, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:05 - March 9, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



