د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي (د یوناما سیاسي مرستیال) مارکوس پوتزل سره په کتنه کې د تلپاتې ثبات د تامین لپاره د ملي تفاهم پر اړتیا ټینګار وکړ. کرزي همدا راز د چهارشنبې په ورځ (د حوت ۱۶مه) په ایکس کی وویل چې په دې کتنه کې یې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې. په همدې حال کې ښاغلي کرزي له افغانستان سره د متحدینو هېوادونو له همکاریو مننه وکړه او د نجونو لپاره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ. په تېر یوه کال کې کرزي له بهرنیو چارواکو سره په خپلو لیدنو کې تل د نجونو پر زده کړو د بندیز پر لرې کولو او د افغانانو تر منځ د خبرو پر پیل ټینګار کړی دی.

- 36
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 7903
- March 7, 2024
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 7903
- March 7, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:20 - March 7, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7903
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



