د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د اریزونا ایالت پوهنتون د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چی د یو شمیر کاناډایي میرمنو په همکارۍ، دوی په ټول افغانستان کې د انجونو او میرمنو لپاره د انګلیسی ژبې آنلاین زده کړې پروګرام پیل کړی دی. د اریزونا ایالت د پوهنتون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروګرام د «بشریت لپاره زده کړه» تر سرلیک لاندې پیل شوی دی. دغه پوهنتون زياته کړه چې په ټول هېواد کې نږدې دوه زره ښځينه محصلانې د ټيلېفونونو او کمپيوټرونو په کارولو سره دغه تحصيلي پروګرامونه پر مخ وړي. باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طالبانو له نفوذ سره سره دغې ډلې د هېواد پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7886
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7886
منتشر شده در ۱۳:۲۰ - حوت ۱۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email