د طالبانو ادعا: د اسلامي نړۍ سترګې د اسلام او دین په ساتنه کې طالبانو ته دي

د طالبانو ادعا: د اسلامي نړۍ سترګې د اسلام او دین په ساتنه کې طالبانو ته دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن دوشنبه (د حوت ۱۴مه) د دغې ډلې د مرستیالانو د مشر محمد حسن اخند له قوله ویلي چې د دې ډلې ټول مسوولین باید د اسلامي نظام د بقا او پیاوړتیا لپاره خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي. محمد حسن اخند وویل نړۍ د فلسطین د مظلوم ولس اوسنی ظلمونه نه ویني او د بشري حقوقو تر نامه لاندې د اسلامي نظام د بدنامولو په لټه کې دي. ملا محمد حسن اخند وویل چې په دې حساس وخت کې د اسلام او دین ساتنه یوازې زموږ پر اوږو ده، د ټولې اسلامي نړۍ سترګې پر موږ دي او دا یو الهي مسوولیت دی.

بیشتر بخوانید:  ایران د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x