د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د دې ډلې یوه پلاوي د ایران د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالمالکي سره کتلي دی. د دواړو لورو تخنیکي پلاوي په چابهار ازاد زون کې د طالبانو د استازي دفتر پر پرانیستلو او په دغه بندر کې افغان سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د اعلامیې له مخې حجت الله عبدالمالکي په چابهار بندر کې له دغې ډلې سره د ایران د همکارۍ ډاډ ورکړ. په ۱۳۹۵ کال کې ایران، هند او افغانستان د دغه بندر د پراختیا لپاره درې اړخیز تړون لاسلیک کړ.

- 53
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7862
- کې خپور شو 1:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 7862
- March 3, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7862
- کې خپور شو 1:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 7862
- March 3, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:59 - March 3, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



