د طالبانو سیاسي مرستیال په پاکستان کې د مېشتو بغلاني کډوالو له استازو او د پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل: حکومت افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو لپاره شرایط او اسانتیاوې برابروي. طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د حوت ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي، چې د طالبان هڅه کوي چې هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره شرایط او اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړه، حکومت د راستنېدونکو د چارو د هواري لپاره عالي کمېسیون ټاکلی، څو له مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ د هغوی ټولې ستونزې هوارې کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7841
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7841
منتشر شده در ۱۷:۱۰ - حوت ۱۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email