د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر کړې ده چی د طالبانو له خوا د امریکايي اتباعو نیول له دغې ډلې سره د واشنګټن د مثبتو اړیکو په وړاندې یو مهم خنډ دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې د چهارشنبې په شپه په يوه خبري غونډه کې وکړې. هغه زیاته کړه: “د امریکايي اتباعو نیول له طالبانو سره د امریکا د مثبتو اړیکو په لاره کې یو مهم خنډ دی.” په افغانستان کې د امریکايي بندیانو شمېر معلوم نه دی او طالبانو هم د شمېرو له وړاندې کولو پرته تایید کړې چې یو شمېر یې بندیان دي. د مېلر په وینا امریکايي چارواکو تل له طالبانو څخه د دغه هېواد د اتباعو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د یادولو وړ ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې یو امریکايي تبعه رایان کاربیټ نیولی و.

- 45
- کې خپور شو 3:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 7835
- February 29, 2024
- کې خپور شو 3:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 7835
- February 29, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 15:33 - February 29, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7835
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



