کاظمي قمي: هیله لرم چې موږ به د راتلونکي کال تر میزان میاشت د ایران د اوبو حق شاهد شو

کاظمي قمي: هیله لرم چې موږ به د راتلونکي کال تر میزان میاشت د ایران د اوبو حق شاهد شو

په کابل کې د ایران د سفارت ځانګړي استازي او مشر کاظمي قمي ویلي، چې له طالب چارواکو سره له خبرو او ناستو وروسته هیله من یو، چې سږ کال له افغانستان څخه ایران ته د هلمند د اوبو د رارسېدو مخه ونیسو. په کابل کې د ایران د سفارت ځانګړي استازي او مشر وویل، له طالب چارواکو سره له خبرو او ناستو وروسته هیله من یو چې د راتلونکي هجري لمریز کال تر پایه به د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق ایران ته ورسېږي. ښاغلي قمي دغه څرګندونې د ایران له خبري اژانس ایسنا سره په مرکه کې کړې، چې نن (چهارشنبه، د حوت ۹مه) خپره شوې ده. هغه وویل چې په کندهار کې د طالبانو د “دار العماره مرکز” چارواکو ټینګار کړی چې “د ایران د اوبو حق باید ورکړل شي.”

بیشتر بخوانید:  په کابل کې چاودنه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x