جان کربي: امریکا هڅه نه کوي چې طالبان په رسمیت وپیژني

جان کربي: امریکا هڅه نه کوي چې طالبان په رسمیت وپیژني

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي اعلان وکړ چې دغه هېواد د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې هېڅ هڅه نه لري. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د دوحې دویمې ناستې ته د طالبانو د عادي کولو د یوې هڅې په سترګه ګوري او که نه وویل چی د واشنګټن لخوا د طالبانو د “نورمال کولو” یا په رسمیت پیژندلو تر سرلیک لاندې هیڅ هڅه نه ده شوې. تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د ژمنو د نه عملي کېدو لامل په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه بللی دی. پر دې سربیره د طالبانو حکومت د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د سیمې او نړۍ د پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

بیشتر بخوانید:  د "مهر" د همغږي او آزادۍ شورا د شتون اعلان
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x