د خوست ښاروالۍ په دغه ښار کې د شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د یوه ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی، چې په کې د څه باندې سل کسانو جسدونه ښخ دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خوست ښاروالۍ د دوشنبې په ورځ د دلو په ۲۳مه وویل، چې دغه ډله ییز قبر د «څلبني» په سیمه کې د اوبو د انتقال د یوه کوچني بند د جوړولو پر مهال موندل شوی دی. د دوی په خبره، د دغو کسانو جسدونه د دوی له جامو سره ښخ شوي او په منځ کې یې د ښځو او ماشومانو جامې هم شته. بل خوا سرچينې تاييد کړې، چې د لومړنيو څېړنو پر بنسټ دغه کسان په ډزو وژل شوي دي. د دغو کسانو هویت او د وژلو دقیق وخت څرګند نه دی.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7789
- کې خپور شو 3:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 7789
- February 13, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7789
- کې خپور شو 3:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 7789
- February 13, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:39 - February 13, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



