د معمار پرس د خبر له مخې؛ ټایمز سنټرل اسیا د جمعې په شپه د دلو په ۲۰مه راپور ورکړ چې له افغانستان څخه تاجکستان ته د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی او له پولې اخوا د سوداګرۍ اسانتیا د دې پروژې له اهدافو څخه دي. د دغه راپور پر بنسټ د «سرحدونو د مدیریت» پروژه د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې پیل شوې او تر ۲۰۲۵ کال پورې به دوام وکړي. د يادونې وړ ده، چې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان تل د نشه يي توکو د قاچاق او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده.
جاپان له افغانستان سره د تاجکستان د سرحدونو د مدیریت لپاره د مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې لپاره تمویل کوي
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7767
۸ میاشتی پیش
شماره خبر 7767
منتشر شده در ۱۶:۱۲ - دلو ۲۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email