د معمار پرس د راپور له مخي؛ سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په شپه، د دلو په ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر د ۱۴۰۶۴ حکم له مخې په افغانستان کې د امریکا د ملي بیړني حالت د دوام غوښتنه وکړه. دا حکم د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه وروسته له هغه صادر شو چې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شو. په دې بیانیه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له قوله ویل شوي: ما د فدرالي راجستر ته د خپرولو لپاره ضمیمه خبرتیا لیږلې چې په افغانستان کې د پراخ بشري ناورین او په افغانستان کې د ژور اقتصادي سقوط د احتمال له امله د ۱۴۰۶۴ کال په اجرایوي فرمان کې ملي بیړنی حالت اعلان شوی دی. دا وضعیت باید د ۲۰۲۴ کال د فبروري له ۱۱ وروسته دوام وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7740
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7740
منتشر شده در ۱۲:۱۴ - دلو ۱۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email